IQNA

د نړۍ د جوماتونو وړومبۍ انسائيكلو پیډيا تدوين شوه

23:52 - July 07, 2012
د خبر لمبر: 2362902
ټولنيزه ډله: د نړۍ د جوماتونو د انسائيكلوپیډيا د برابرولو او چمتوكولو مسئول د جوماتونو چارو ته د رسيدګۍ په مركز كښې د دغې انسائيكلوپیډيا تدوين ته په اشارې سره ووئيل: په روان كال كښې د اعتبار د كمی په وجه د پروګرامونو چټكتيا كمه شوې ده خو دغه طرحه همهغه شان د بشپړتيا په حال كښې ده.
د نړۍ د جوماتونو د انسائيكلو پیډيا چمتوكونكی او برابرونكی حجت الاسلام والمسلمين سيد ابوالفضل حسينی راد د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) سره په مركه كښې دې ټكی ته په اشارې سره چې د دغه انسائيكلوپیډيا د تدوين كار له ١٣٨٣هجری نمريز كال راهيسې د مسجدونو چارو ته د رسيدګۍ په مركز كښې پيل شو، ووئيل: د تهران جوماتونو، د ايران تاريخی جوماتونه او د نړۍ د جوماتونو په دريو برخو كښې د دغه كتاب او مرجع برابريدل همهغه شان دوام لری.
دوی په دوام كښې ووئيل: د ايران زر ١٠٠٠تاريخی مسجدونه شناسائی شوی او د هغو انځورونه او تاريخچې راغونډې كړې شوې دی او ٥٠فيصده كار ئې ختم شوے دے.
دوی همداراز د نړۍ د جوماتونو نه د څه باندې ٦٠زرو انځورونو د برابرولو خبر وركړ او اعلان ئې وكړ: مثلا د چين د مختلفو ښارونو د مسجدونو په اړه په جدا ډول عكسونه چمتو شوی دی او د نړۍ د هيوادونو په جوماتونو پورې اړوند كار تقريبا پائې ته رسيدلے دے. 1046754

captcha