د «CPI»د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې:د عربی او اروپائی هيوادونو څخه د بشری حقوقو د ٤١فعالانو د هركلی مراسم پرون د غزې په تړانګه كښې د فلسطين د پارليمان د نمايندګانو په شتون سره ترسره شول.
د دغې قافلې مشر «عصام يوسف» په يولړ ويناؤ كښې څرګنده كړه: مونږ د غزې د تړانګې د اوسيدونكو سره د پيوستون د اعلانولو لپاره دې سيمې ته راغلی يو او هيله من يو چې په مصر كښې د نوی دوران پيل به د غزې د محاصرې او كلابندۍ د ماتولو لپاره يو ګام وی.
د دغو مراسمو په يوه بله برخه كښې همداراز د فلسطين د كار او ټولنيزو چارو وزير د غزې تړانګې ته د دغې قافلې سفر كول د عربی ولسونو د هدف او د غزې د تړانګې د محاصرې په لغوه كيدو باندې د هغوی د ټينګار بيانونكې وباله.
د وئيلو ده چې د مسكا غوښتونكی نومې قافله د صهيونسټی رژيم ترسختې محاصرې لاندې فلسطينيانو ته طبی او درمليزې انسان دوستانه مرستې رسوی. 1047305