IQNA

په يمن كښې د سعودی عربستان لخوا د عمرې د حج د ويزې نه صادريدل وغندل شول

22:17 - July 08, 2012
د خبر لمبر: 2363673
بين المللی ډله: د يمن خلكو د پراخو مظاهرو په ترسره كولو سره د عمرې حج ته د تلو په موخه د يمن د خلكو لپاره د عربستان لخوا د ويزې د صادرولو ممنوعيت وغنده
د العالم خبری چينل له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د يمن پلازمينه (صنعاء) ښار په دغه هيواد كښې له څو مياشتو مخكښې راهيسې د سعودی سفارتخانې د تړل كيدو او د عمرې د مناسكو له ترسره كولو څخه د يمنی خلكو د محروميت او بې برخې كيدو نه پس د پراخو مظاهرو كتونكے وو.
د يمن خلكو همداراز د يمن د جمهوررئيس عبدربه منصور هادی د كور په لور په حركت سره يولړ نورې مظاهرې ترسره كړې او له هغه نه ئې وغوښتل چې په صنعاء كښې د خپل سفارت د پرانستلو لپاره د آل سعود د مجبورولو لپاره دې څرګنده او روښانه دریځنيونه غوره كړی. 1047387





captcha