IQNA

د ژغورونكی ظهور د ټول اسلامی امت آرزو ده

22:17 - July 08, 2012
د خبر لمبر: 2363674
د كلتور او هنر ډله: په نايجيريا كښې د شعبان د نيمائی يا د شوقدر د جشن يو ويناوال شيخ سلمان محمد الاول د اهل بيتو(ع) رواياتو ته په اشارې سره د عالم د منجی او ژغورونكی ظهور د ټول اسلامی امت آرزو او غوښتنه وبلله.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د شوقدر د مياشتې د نيمائی او د عالم د ژغورونكی د نيكمرغه ولادت د كليزې په مناسبت د نايجيريا مسلمانانو په لاګوس ولايت كښې يو جشن جوړ كړ.
په دغو مراسمو كښې چې د جوماتونو څو تنو امامانو پكښې هم ګډون كړے وو، د اهل بيتو(ع) يو شمير ځانګړتياوې او د امام زمان(عج) ځينی خصوصيات بيان كړل.
د دغه رپورټ له مخې: د ايران د كلتور مركز سرپرست سيدباقرسيدجوادی په يولړ ويناو كښې د كلام الله مجيد يوشمير آيتونو ته په اشارې سره مهدويت په مختلفو اسلامی مذهبونو كښې يوه مشهوره او پيژندل شوې موضوع وبلله او هغه ئې د مسلمانانو د خوزښت او اميد سبب وبلله.
دوی هيله وښودله چې د حضرت حجت(عج) په ظهور سره به مسلمانان يوځل بيا په باطل باندې د حق د بری او د صهيونسټانو له شر څخه د اسلامی امت د خلاصون كتونكی وی. 1047466

captcha