IQNA

نصرالله دمقاومت دكاميابۍ په مناسبت وېنا كوی

22:05 - July 09, 2012
د خبر لمبر: 2364572
نړيواله ډله: د لبنان د حزب الله عمومی سكتر د چنګاښ د مياشتې په ٢٨ نېټه د ((تموز)) په جنګ كښې د دغه حزب دكاميابۍ د شپږمې كليزې په مناسبت د بېروت په ((الرايه)) د لوبو په مېدان كښې وېنا كوی.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېرنا) د lbcgroup اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ: د لبنان د حزب الله عمومی سېكتر سيد حسن نصرالله به د ((تموز)) يعنې له اسرائيلو سره په ٣٣ ورځنی جنګ كښې د دغه حزب دكاميابۍ د شپږمې كليزې په مناسبت د بېروت په ((الرايه)) د لوبو په مېدان كښې وېنا كوی.
دغه وېنا ټاكل شوې ده د ځای وخت مطابق د شپې اتۀ نيمې بجې خپره شی اوسيد حسن نصرالله به په دغه وېنا كښې د تېره ميلادی مياشت كښې د حزب الله په لاسو د اسرائيلو د جاسوسی نېټ ورك كشفولو ته خاصه پاملرنه وكړی.
ترټولونوی كورنی او سيمه ايز بدلونونه په تېره بيا لبنان ته د ګاونډی هېوادونو د كړكېچ د راكاږلو لپاره د مغربی حكومتونو كوششونه او د صهيونېسټانو له هر ګواښ يا احتمالی خطر سره په مقابله كښې د مقاومت اوچتې توانمنۍ د سيد حسن نصرالله د وېنا محورونه بيان شوی دی.
1048461
captcha