IQNA

د ښځې او اسلامی بېداری نومې غونډې مشاورتی ناسته نن وشوه

22:06 - July 09, 2012
د خبر لمبر: 2364574
نړيواله ډله: د ښځې او اسلامی بيداری ترعنوان لاندې نړيوالې غونډې مشاورتی ناسته نن د چنګاښ دمياشتې په ١٩ نېټه د اسلامی نړۍ د لوړ رتبه شخصيتونو په ګډون سره په تهران كښې وشوه.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اسلامی بېدارۍ د نړيوالې ټولنې د اطلاع رسونې د كمېټۍ په نقل سره رپوټ وركړ دغه ناسته نن د چنګاښ دمياشتې په ١٩ نېټه د اسلامی بېدارۍ د ټولنې د عمومی سېكترډاكټر علی اكبر ولايتی په شتون سره په ازادی نومې هوټل كښې وشوه.
د يادونې ده چې د ښځې او اسلامی بيداری نومې نړيواله غونډه به سبا او بله ورځ يعنې د چنګاښ د روانې هجری نمريزې مياشتې په ٢٠ او ٢١ نېټه له ټولې دنيا څخه په اجتماعی، كلتوری، هنری او سياسی ډګرونوكښې د تقريباً ١٢٠٠فعالو ښځو په شتون سره د تهران په ميلاد نومې برج كښې جوړه شی.
1048329
captcha