د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اماراتو چاپ ((البيان)) ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ: مصری سرچينو اعلان وكړ د مصر ولسمشر محمد مرسی په راتلونكو څو ورځو كښې د غزې د محاصرې د ختمولو په حقله په خپلې انتخاباتې وعدې باندې عمل كوی.
د دې رپوټ له مخې د مرسی نزديو سرچينو وويل چې اټكل كیږی چې د مصر ولسمشر محمد مرسی په راتلونكو څو ورځو كښې د غزې د تپل شوې محاصرې د ختمولو اعلان كوی او هغۀ په دې حقله له خپلو سلاكارانو سره سلامشورې ترسره كړی دی چې په نړيوال سياسی ډګر كښې د مصر د دې اقدام نتائج وڅېړی.
د دغه رپوټ له مخې د دغه اقدام د عملی كېدو په صورت كښې به د رفح لاره به ورځ او شپه د مسافرانو د تګ راتګ پرانېستې او له دې لارې څخه دسامانونو وړل راوړل به ازاد وی.
1048214