د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د KhaleejTimes اطلاع رسونې د مركز په نقل سره رپوټ وركړ، دغه فېسټيوال چې هر كال د روژې په مباركه مياشت كښې په دبۍ كښې جوړیږی سږكال هم د عربی او اسلامی هېوادونو د علماؤ او مبلغانو كوربا دے.
د خداے قدرمن پېغمبر (ص)د ژوند پاڼې درسونه، د خداے پاك په بارګاه كښې توبه او اشتياق، په قران شريف كښې معجزه ناك حقائق، د خداے پاك شكر او ثنا، په قران شريف كښې د ذكر شويو مېرمنو داستانونه او له ژوند سره د قران شريف تعلق له هغو وېناګانو څخه دی چې د دغه فېسټيوال د دولسو ورځو په دوران كښې به د نړۍ د لوړرتبه مسلمانو عالمانو لخوا وړاندې كیږی.
د سږكال په فيسټيوال كښې پرله پسې د دويم كال لپاره ((د قران شريف د غوره درك او حفظ په خاطر د ذهنی نقشې له طريقې څخه د استفادې)) تر عنوان لاندې يوه روزنيزه دوره د ١٦٠ ګډون كوونكو په شتون سره جوړیږی.
1048433