IQNA

اسلام په سن ډيه ګو ښار كښې د ترټولو زيات تېز خپرېدونكے دين دے

20:45 - July 10, 2012
د خبر لمبر: 2365285
نړيواله ډله: د يوې نوې مردم شمارۍ نتائج دا ښودنه كوی چې د امريكې دكېليفورنيا په دويم زيات نفوس لرونكی ښار سن ډيه ګو كښې اسلام تر ټولو زيات تېز خپرېدونكے دے.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د «On Islam» اطلاع رسونې سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د دغه مردم شمارۍ د نتائجو له مخې د سن ډيه ګو ښار د مسلمانان ابادی له ٢٠٠٠ نه تر ٢٠١٠ كاله پورې ١٧٩ فيصد زياته شوې ده.
په دغه مردم شمارۍ كښې دا خبره معلومه شوې ده چې په دغو لسو كالو موده كښې د مسلمانانو شمېر له ٧٨٧٨ تنو څخه ٢١٩٩٤ تنو ته رسېدلے دے. همدارنګ دغې مردم شمارۍ ښودنه وكړه چې اسلام د پېروكارو له لحاظه په سن ډيه ګو كښې اوم مقام موندلے دے.
دغه مردم شماری د امريكې د مذهبی ادارو د شمېرنې د انجمن لخوا د كېليفورنيا صوبې په دويم ستر ښار كښې د دينی ډلو او مذهبی عبادتی ځايونو د معلومولو په غرض ترسره شوې ده.
امريكې د مسلمانانو په تېره بيا له سومالیې، عراق، افغانستان او بوسنيا څخه د مسلمانانو د مهاجرت او همدارنګ په دغه ښار كښې د جوماتونو زياتوالے په دغه ستر ښار كښې د اسلام د چټكې ودې له عواملو څخه بيان شوی دی.
1048252
captcha