د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې دغو تيونسی ښځو د سوډان د مصطفی عثمان له وېنا نه وروسته د خپل هېواد قومی ترانه وړاندې كړه.
په دغه غونډه كښې چې د ايران د اسلامی جمهوريت د ولسمشر په موجودګۍ كښې افتتاح شوه ګډون كوونكو د ډاكټر محمود احمدی نژاد د وېنا په ابتداء او د وېنا په دوران كښې په ځلونو دخپلو جذباتو څرګندونه وكړه.
د ((ښځې او اسلامی بېداری)) نومې غونډه نن سهار د تهران د ميلاد برج د كانفرنسونو په هال كښې د ولسشمر محمود احمدی نژاد، د اسلامی بېدارۍ د نړيوالې ټولنې د عمومی سېكتر ډاكټر علی اكبر ولايتی، د عراق د پخوانی وزيراعظم ابراهيم جعفری، د عراق د اعلی شورا مشر عمار حكيم او د هېواد د نورو حكومتی او فوځی مسئولانو په موجودګۍ كښې شروع شوه.
په دغو مراسمو كښې له ٨٥ مسلمانو او غېر مسلمانو هېوادونو څخه تقريباً ١٣٠٠ مسلمانو پوهانو ښځو شتون لرلے دے
1049535