IQNA

د ښځې او اسلامی بيداری نومې غونډې دبيرخانې ته څه د پاسه پينځۀ سوه مقالې ولېږلې شوې

20:44 - July 10, 2012
د خبر لمبر: 2365507
نړيواله ډله: د ((ښځې او اسلامی بيداری)) نومې وړومبنۍ غونډې سكترې د غونډې د پرانېستې په مراسمو كښې د دغې غونډې دبيرخانې ته له مختلفو هېوادونو څخه د څه د پاسه پينځو سوو مقالو له لېږلو څخه خبر وركړ.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې د ((ښځې او اسلامی بيداری)) نومې وړومبنۍ غونډې سېكترې صديقه حجازی د دغې غونډې چې نن د چنګاښ دمياشتې په شلمه نېټه د تهران د ميلاد برج د غونډو په هال كښې وشوه د پرانېستې په موقع په يوه وېنا كښې د دې خبرې د اعلانولو په ترڅ كښې وويل: دغه غونډه د اسلامی بېدارۍ د ټولنې په اېجنډا كښې په شپږوهدفونوباندې په تاكيد سره جوړه شوه. د اسلامی نړۍ د مسائلو او راتلونكو بدلونونوپه باره كښې همفكری، د اسلامی بېدارۍ په موضوع كښې د مسلمانو ښځود پراخه شتون او كردار ادا كونې د سټراټيجۍ وړاندې كول، د اسلامی امت په وړاندې بدلونونوكښې د مسلمانو ښځو د تاثير كوونكی مقام تقويت او مضبوطيه، د مسلمانو ښځو د سياسی او اجتماعی شتون د اسلامی نمونې په حقله خبرې اترې كول، داسلامی بېدارۍ په مسئله كښې د موجودو ګواښونو او فرصتونو په باره كښې د اسلامی نړۍ د ښځو د ظرفيتونو او بصيرت زياتول او د ښځو رول د دغې غونډې له مهمو محورونو څخه دی.
مېرمن حجازی وويل: په دغه غونډه كښې ګډون كوونكی په شپږو خصوصی كمېشنونو كښې خپل نظريات او خيالات وړاندې كوی چې دغه كمېشنونه په دا ډول دی: ((اسلامی تفكر،اسلامی بېداری، د ښځوظرفيت او انقلابی عمل))، ((اسلامی بېداری،فرصتونه او ګواښونه))، ((ښځې،اسلامی بېداری د لاسته راوړنو تجربات او مطالبات))،((ښځې،اسلامی بېداری او تعاملات او ارتباطات))، ((ښځې،اسلامی بېداری،كورنۍ او انقلابی ظرفيت جوړونه)) ، ((ښځې، اسلامی بېداری،راتلونكې پس منظر او بدلونونه))
هغې په اخېر كښې زياته كړه: تر دغو شپږو عنوانو لاندې كمېشنونوكښې څه د پاسه پينځۀ سوه مقالې وړاندې كړې شوی او څیړل كیږی او په اخېر كښې به د دغو كمېشنونو د نتائجو د جمع بندۍ په بنياد د غونډې وروستۍ بيانيه صادره شی. له ښځې او اسلامی بېداری نومې غونډې څخه د مسلمانو ښځو د ټولنې هركلےد مسلمانو ښځو د نوی پس منظر او روښانه راتلونكی زيرے وركوونكے دے.
1049553
captcha