IQNA

د ګډو ګټو خپلواكو هېوادونو د قران د قرائت سيالی وشوه

20:44 - July 10, 2012
د خبر لمبر: 2365509
د قرانی فعاليتونو ډله: د ګډو ګټو خپلواكو هېوادونو د قران شريف د قرائت د سيالۍ وړومبۍ دوره د تاجېكستان جمهوريت په پائتخت دوشنبه ښار كښې د دغو هېوادونو د نمائندګانو په شتون سره ترسره شوه.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د مركزی اېشيا د څانګې د رپوټ له مخې د دغه هېواد د علماؤ د شورا د اطلاع رسونې كمېټۍ پرون د چنګاښ د مياشتې په نولسمه نېټه وويل: په دغه سيالۍ كښې د قران شريف د دېرشو پارو، شلو پارو، او لسوپاره د قرائت، ترتيل ، تحقيق او تجويد په څانګو كښې د ګډون كوونكو د پوهې او مهارت څېړنه وشوه.
د دغه هېواد د علماؤ د شورا مشر او مفتی سيد مكرم عبدالقادر زاده وويل: د داورانو د كمېټۍ د جاجونې مطابق د قران شريف د سياليو د دورې له ١٥ انعامونو څخه ٩ انعامونه تاجيكی قاريانو ته وركړې شول او په اخېر كښې غوره كسانوته له يوزرو نه تر درې زروډالرو پورې نغد انعامونه وركړې شول.
1048519
captcha