IQNA

حزب الله د آيت الله نمر نيول وغندل

20:42 - July 10, 2012
د خبر لمبر: 2365512
نړيواله ډله: د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله پرون د چنګاښ د مياشتې په ١٩ نېټه د يوې بيانیې په جاری كولو سره د سعودی عربستان د پوليسو لخوا د دغه هېواد د ستر شيعه دنی عالم آيت الله نمر باقر النمر نيول وغندل.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د المنار چېنل د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، حزب الله په دغه بيانيه كښې د قطيف شيعه مېشته صوبې او عواميه سيمې له مظاهره كوونكو سره چې په سوله ايزه توګه د خپلو روا حقوقو غوښتونكی وو د سعودی عرب د پوليسو له تشدد نه ډك چلند او په دغو مظاهرو كښې د څو تنو د شهيدول او ژوبلول په سختۍ سره وغندل.
حزب الله په فوری توګه د ايت باقر النمر د ازادۍ او هغۀ ته د رسيدلی زخم په ښۀ توګه د علاج او په دغه هېواد كښې د دينی عالمانو او مشرانو د احترام غوښتنه وكړه.
حزب الله په اخېر كښې تاكيد وكړ ايت الله نمر يوازې د خپلو مدنی حقوقو د حاصلولو لپاره چې په نړيوالو قوانينو كښې ورباندې تاكيد شوے دے او په سعودی كښې د ښاريزو ترمېنځ د امتيازی سياست د ختمولو لپاره د كوشش په خاطر نيول شوے دے.
1049138
captcha