IQNA

ايران د نړۍ په كچه د قرآنی فعاليتونو بيرغوال دے

23:48 - July 10, 2012
د خبر لمبر: 2365578
د قرآنی فعاليتونو ډله: د ايران د اسلامی شورا د جرګې د قرآن او عترت د فراكسيون رئيسې څرګنده كړه: په حاضر حال كښې د ايران اسلامی جمهوريت د نړۍ په سطحه د قرآنی فعاليتونو بيرغچی دے.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د ايران د اسلامی شورا د جرګې د قرآن او عترت د فراكسيون مشرې لاله افتخاری د ښځو د قرآنی تنظيم د څلورم كانفرنس د پرانستې په مراسمو كښې چې نن په تهران كښې د ترسره كيدو په حال كښې دے، د شوقدر د اخترونو د مباركۍ د وئيلو په ترڅ كښې په يولړ ويناؤ كښې ووئيل: د پيغمبراكرم(ص) په مياشت يعنې د شعبان په بزرګه مياشت كښې او د روژې د مباركې مياشتې په درشل كښې يو او هيله منه يم چې د دغو دوو مباركو مياشتو له فيضونو څخه استفاده وكړې شو.
دې په دوام كښې زياته كړه: په حاضر حال كښې له زرو نه زياتې د نظرخاوندانې او د اسلامی نړۍ قرآنی فعالانې او مخكښانې ميرمنې په ايران كښې موجودې دی او دغه كسانې د نړۍ له ٨٨ هيوادونو څخه دی چې په اسلامی بيدارۍ كښې به د ښځو د قرآنی مسائلو په هكله بحث او خبرې اترې وكړی.
افتخاری څرګنده كړه: په حاضر حال كښې د ايران اسلامی جمهوريت د نړۍ په سطحه د قرآنی فعاليتونو بيرغچی دے خو په خواشينۍ سره د ښځو قرآنی فعاليتونو ته لږه پاملرنه كیږی او د دوی توانمنيو ته پكار دی لازياته توجه وشی. 1049347
captcha