IQNA

د تركیې پارلېمان ته د پردې د منعې د ختمولو وړانديزی بل پېش كړے شو

14:00 - July 11, 2012
د خبر لمبر: 2366211
سياسی او اجتماعی ډله: د پردې او ستر د منعې د ختمولو وړانديزی بل پرون د نهې په ورځ د چنګاښ د مياشتې په ٢٠نېټه د عدالت او ترقۍ ګوند يعنې آك پارټۍ د نمائندګانو په كوشش سره د تركیې پارلېمان ته وړاندې كړے شو.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د ختیځ او جنوب ختیځ د څانګې د رپوټ له مخې، د عدالت او ترقۍ ګوند يعنې آك پارټۍ نمائندګانود تركیې پارلېمان ته يو بل وړاندې كړ چې پكښې ١٤، ١٦ او ٢٤ نمبر مواد د زدكړو او په ټولنه كښې د انفرادی ازادۍ په حقله دی. او دغه نمائندګان اميد لری چې دغو قانونی موادو ته په توجه سره به د ځينو ممنوعيتونو په ختمولو كښې ضروری بدلونونه رامنځته كړی.
د آك پارټۍ نمائندګان په آئين يا اساسی قانون كښې د داسې بدلونونو غوښتونكی دی چې د حجاب او پردې د ممنوعيت پلان او د اسلامی درسونو د زدكړو د چارو په اجرا كښې ځينې ممنوعيتونه د تل لپاره له منځه لرې كړی.
د يادونې ده چې بې حجابه جينكۍ د دغه هېواد په پوهنتونونو كښې په ډېرو غوره حالاتو كښې خپل تعليم حاصلوی خو هغه جينكۍ چې د اسلام د مبين دين په تعليماتو باندې پابندې دی او د خپل ستر او حجاب خيال ساتی د هغوی د تعليم د حاصلولو په لار كښې خنډونه او ممنوعيتونه رامنځته كولې شی چې حجاب لرونكو مېرمنو تر اوسه پورې د دغو خنډون په مخكښې مقاومت كړے دے چې اسلام سوچ لرونكی مسئولان په تېره بيا د آك پارټۍ نمائندګان یې دې ته مجبور كړی چې د دا ډول بې عدالته ممنوعيتونه د هېواد له قانون څخه د تل لپاره ختم كړی.
1049635
captcha