د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د العالم چېنل د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ،د قطيف شيعه مېشته ښار په زرګونواوسېدونكو بالاخره بېګا د دغو دوو شهېدانو د جنازو په ترلاسه كولو سره هغوی د هغوی د دفن كفن مراسم ترسره كړل.
له دغو شهيدانو څخه ((الفلفل)) نومې د يو شهيد د پېكر خپاره شوی تصويرونه ښودنه كوی چې دغه شهيد د خپل بدن په څو برخوباندې په څو ګوليولګېدلے دے.
د دغو دواړ شهيدانو د جنازې مراسم په داسې وخت كښې ترسره شول چې د تېرو دوو ورځو پرخلاف د مراسو په خواوشا ځايونو كښې هیڅ پوليس موجود نه ؤ.
د سعودی پوليسو د چنګاښ د مياشتې په ١٨ نېټه د يو لړ وسله ايزو عملياتو كښې د سعودی عرب لوړ رتبه دينی عالم شېخ نمر باقر النمر په ډزو سره ژول او وونيوۀ. چې د هغۀ له نيوله وروسته د سعودی عرب د ختیځ خلقو يو لړ پرامن مظاهرې جوړې كړې چې دغه مظاهرې دسعودی عرب د پوليسو له وسله ايزو اقداماتو سره مخامخ شوې او په نتيجه كښې یې دوه تنه مظاهرين د پوليسو په ډزو سره شهيدان شول خوپوليسود هغوی د شهادت عاملان نامعلومه كسان معرفی كړل. او په دې لړ كښې یې د تحقيقاتو حكم كړے دے.
1050230