IQNA

د (زمزم) په نامه د انګليسی ژبې مياشتنۍ مجلې ١٢٨ نمبر ګڼه خپره شوه

0:20 - July 12, 2012
د خبر لمبر: 2366645
د كلتور او هنر ډله: د (زمزم) په نامه د انګليسی ژبې مياشتنې مجلې يوسل او اتويشتمه ګڼه د اسلامی فرهنګ او ارتباطاتو په سازمان پورې د پيئلی د اسلامی تفكر فاؤنډيشن په همت چاپ او خپره شوه.
د ايران قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د زمزم مجلې د دې ګڼې په جلد باندې د دوو فلسطينی ماشومانو انځور خپور شوے دے او ((د فلسطينی منتظرو ماشومانو د سترګو لپاره ابدی حبس)) ټایټل ورباندې ترسترګو كیږی.
((امام خمينی(رح) تل په يادونو كښې پاتې كيدونكے شخصيت))، ((حضرت علی اكبر(ع) په اسلام كښې د شجاعت او باتورۍ سيمبول)) او ((د وروستی امام(عج) زوكړه، د هغوی د ظهور په ياد راوړونكے دے)) د دغې نشرئې د نوې ګڼې د ځينو مقالو عنوانونه دی. 1050240

captcha