IQNA

د اسلامی نړۍ له مجاهدو مېرمنو سره په كتنه كې د اسلامی انقلاب د مشر څرګندونې

9:25 - July 12, 2012
د خبر لمبر: 2366717
سياسی او ټؤلنيزه ډله: د ايران دا سلامی انقلاب معظم مشر، د اسلامی ویښتيا په ستر حركت كې د مېرمنو رول بې ساری وباله.
د ايران د قران خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حضرت ايت الله خامنه ای، نن د اسلامی نړۍ له زرو ډېرو مجاهدو او پوهو مېرمنو سره په كتنه كې د اسلامی ویښتيا په ستر حركت كې د مېرمنو رول بې ساری وباله او د اسلامی انقلاب په برياليتوب او دوام كې یې د ايرنيو مېرمنو بركتناك شتون ته په اشارې سره ټينګار وكړ چې د اسلامی ویښتيا په مبارك حركت كې د مېرمنو د شتون دوام، پياوړتيا او پراختيابه بی شكه، د مسلمانو ملتونو لپاره ډېر زيات برياليتوبونه په ځان پسې ولری.
د ايران د اسلامی انقلاب معظم مشر، په تهران كې د اسلامی ویښتيا او مېرمنو په نړيواله غونډه كې د نړۍ له ۸۵ هېوادونو څخه د پوهو او مسلمانو مېرمنو اجماع، له يوبله د اسلامی نړۍ د مېرمنو د لا ډېرې پېژندنې لپاره مهمه موكه وبلله او زياته یې كړه چې په دې غونډه كې رامنځ ته شوی تعامل او بلدتيا بايد د مسلمانو مېرمنو د شخصيت او هويت د ژوندی كولو په بهير كې تلپاتې او اغيزمن حركت د رامنځ ته كولو لپاره مقدمه و اوسی.
د نړۍ د مسلمانانو ولی امر، له اسلامی هويته د مسلمانو مېرمنو د لرې كولو لپآره د لويدیځ سل كلنو هر اړخيزو او پيچليو هڅو ته په اشارې سره وويل چې ددې هويت د ژوندی كولو لپاره د اسلامی نړۍ د پوهو مېرمنو هڅې، اسلامی امت ته ترټولو ستر خدمت دی، ځكه چې د مسلمانو مېرمنو د هويت، خبرتيا او بصيرت احساس به، د اسلامی ویښتيا او د اسلامی امت پر عزت او كرامت ژورې اغيزې و لری.
حضرت ايت الله العظمی خامنه ای، ښځې ته د لويدیځ كتنه، سپكونكې كتنه وبلله او ویې ويل چې لويدیځوال، د خپل كلتور په تل كې، ښځه د نارينه د تمو لپاره وسيله ګڼی او ټول او خپل ټول اوزارونه او امكانات یې ددې موخې د پرځایښت لپآره په كار اچولی دی، خو په دې سپيره حركت كې یې په ناقص او ګمراه كونكی نظر د آزادۍ نوم اېښی، لكه څرنګه چې د وژلو، د ملتونو چور تالان، د هېوادونو د شتمنيو لوټول، لښكر كشۍ او د جګړې د تپلو په څير په جنايتونو یې هم د آزادۍ غوښتنې، بشری حقوقو او ډيموكراسۍ په څېر غلونكی نومونه ایښی دی.
1050665
captcha