IQNA

په ملېشيا كښې د اېكنا خبری اېجنسۍ د سيمه ايز دفتر د جوړولو ضرورت

19:19 - July 12, 2012
د خبر لمبر: 2366919
نړيواله ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت د كلتوری مركز مشر له قرانی فعاليتونوسره دملېشيا د خلقو شوق ته په اشارې سره او د قرانی فعاليتونو په زمينه كښې داېشيا د جنوب ختیځ د سيمې د ظرفيتونو د تشريح كولو په ترڅ كښې په دغه هېواد كښې د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د دفتر تاسيس ضروری وبالۀ.
په ملېشيا كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د كلتوری مركزمشر علی اكبر ضيائی كوالالمپور ته د اېكنا له لېږل شوی خبريال سره په مركه كښې په ملېشيا كښې د اېكنا د سيمه ايز دفتر د جوړولو اود رسنيو د زمينه كښې داېشيا د جنوب ختیځ د سيمې د اسلامی هېوادونو د ظرفيتونو په باره كښې وويل: ملېشيا له هغو هېوادونو څخه دے چې په اسلامی نړۍ كښې د اېكنا د قرانی خبری اېجنسۍ يوازېنۍ شعبې جوړول په دغه هېواد كښې ضروری دی.
هغۀ زياته كړه د مسلمانانو اكثريت، له قران شريف سره د هغوی زياته مينه، او دا چې هغوی دقران شريف د تعليماتو په خپرولو او تبليغ كښې وړومبے مقام لری هغه ټول دلائل دی چې په دغه هېواد كښې د اېكنا د شتون د ضرورت يادونه كوی.
هغۀ وويل په ايران كښې زيات شمېر داسې قرانی نشريات موجود دی چې په ملېشيا كښې نشته او د ايران په اسلامی جمهوريت كښې هر كال زيات داسې سيمنيارونه او غونډې جوړیږی چې په ملېشياكښې د هغو متعلق خبرونه د خپریږی. د صحيح اطلاع نه رسېدنې په دليل په ملېشيا كښې ځېنې مسلمانان د دښمنانو د پروپېګنډو تر تاثير لاندې راغلی دی او دا تصور كوی چې شيعه يو بل شان قران لری خوچې كله مونږ د خپلو قرانی فعاليتونو په باره كښې په ښۀ توګه اطلاع رسونه وكړو نو نو دا شبهات به په قطعی توګه مطرح نۀ شی.مونږ چې په دې باره كښې هر څومره كمكاری كوی د اسلامی جمهوريت مخالفانه هومره زيات فعالیږی.
يادونه كیږی چې دمليشيا د قران شريف د تلاوت د نړيوالو سياليو چې د اسلامی نړۍ ډېرې پخوانۍ سيالۍ ګڼل كیږی څلور پنځوسمه دوره د نړۍ له ٤٥ هېوادونو څخه د ٦٣ قاريانو په ګډون او د ((قران د امت وسط د ترقۍ زمينه جوړوونكے)) په شعار سره د پوتر په نړيوال تجارتی مركز كښې د چنګاښ د روانې مياشتې له ١٦ نېټې څخه شروع شوې او د همدې مياشتې تر ٢٣ نېټې پورې به دوام ومومی.


1050078
captcha