IQNA

د تركیې شپږكلنه ماشومه د ټول قرآن كريم حافظه

20:59 - July 12, 2012
د خبر لمبر: 2366951
د قرآنی كارونو ډله: په «غازی عينتاب»(Gaziantep) ولايت كښې د شهيد كاميل(Şehit kamil) ښار شپږ كلنه جينۍ زينب سوده آی‌دوغان د دغه ښار د قرآن په محمديه نومې مدرسه كښې د پوره قرآن پاك په حفظولو كښې كاميابه شوه.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: زينب سوده آی دوغان په دغه مدرسه كښې له پنځه كلنۍ څخه د دغه آسمانی كتاب د مباركو آيتونو يادول پيل كړل او په ١٧ مياشتو كښې يعنې په شپږكلنۍ كښې د قرآن كريم په حفظولو كښې كاميابه شوه.
د دغه ښار د محمديه نومې قرآنی ښوونځی مدير «موامّار ازبك»(Muammer Özbek) د خوشالۍ په ښودلو سره په دې هكله ووئيل: د دغې شپږكلنې ماشومې برياليتوب زمونږ لپاره او د قرآن كريم د حفظ كونكو لپاره يو ډير ښه مثال او سيمبول كيدې شی.
زينب هم په پائې كښې د خپلې كاميابۍ په هكله ووئيل: خدای پاك هغه كسان خوښوی كوم چې قرآن كريم حفظوی او زۀ هم بې له ستړيا او په خپلې زياتې مينې او شوق سره په دې كار كښې كاميابه شوم. 1050484

captcha