IQNA

د مصر سرحدونه د جنګ په جبهې بدل شوی دی

20:59 - July 12, 2012
د خبر لمبر: 2366952
بين المللی ډله: د صهيونسټی رژيم پوځی شناندی «الكس فيشمن» اعتراف وكړ: د مصر سره د اسرائيل پولې د جنګ په سنګرونو بدلې شوې دی.
د «Palestine Info» د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: فيشمن اعلان وكړ: د مصر د نظام بدليدل او د دغه هيواد د پولو په ماهيت كښې ګډوډې په سرحدونو كښې د اسرائيلو لخوا د ګمارل شويو پوځی ځواكونو په شمير او ډول كښې د بدلون سبب شوی دی.
دۀ زياته كړه: د دغو بدلونونو نه وروسته د اسرائيلو د جنوبی سيمې قومندانۍ د مصر سره په خپلو ګډو پولو كښې خاص استخباراتی ټيمونه ګمارلی او پوليس او پوځی ځواكونه د اطلاعاتو په راټولو او د سيمې او د ټاكلو اهدافو په پيژندلو بوخت دی. 1050777
captcha