IQNA

د فرانسې د مسلمانانو شورا د يهوديانو د ځپلو تور رد كړ

20:58 - July 12, 2012
د خبر لمبر: 2366959
بين المللی ډله: د فرانسې د مسلمانانو شورا د يوې بيانیې په صادرولو سره د اسلام د مبين دين په منونكو باندې د يهوديانو د ځپلو تور په كلكه رد كړ او دا كار ئې اندیښمنونكے وبالۀ.
د «atlasinfo»د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د فرانسې د مسلمانانو د شورا مشر محمدموسوی وړمه ورځ مسلمانانو ته د يهوديانو د ځپلو د تور د نسبت د وركيدو په هكله د يوشمير رپورټونو له خپريدو څخه د اندیښنې په څرګندولو سره ووئيل: د فرانسې د مسلمانانو شورا له خلكو نه هيله لری چې د ځينو كسانو لخوا ترسره شوی جرمونه دې هیڅكله د دينونو سره په رابطه كښې ونه بولی.
دوی زياته كړه: د فرانسې د مسلمانانو شورا په پريكنده توګه اعلان كوی چې د دغه هيواد مسلمانان د هر دين او هرې عقيدې لرونكو ټولو ښاريزو احترام كوی او د فرانسې د مدنی قوانينو تابع او منونكی دی.
محمدموسوی د خپلو ويناؤ په يوه بله برخه كښې ټينګار وكړ: د فرانسې مسلمانان د يهوديانو په ځپلو پورې اړوند تورونه په هیڅ وجه نه منی او هیڅ كس ته اجازه نه وركوی چې د اسلام مبين دين په داشان بهانو سره د حملو وړ وګرځوی
د وئيلو ده چې دغه بيانيه د القاعدې د يو غړی په هكله د فرانسې د ورځپاڼو د هغه رپورټ د خپريدو نه وروسته خپره شوه چې تيره مياشت ئې څو تنه يهوديان وژلی وو او د فرانسې د مسلمانانو شورا د اسلام د دين منونكو ته د داشان اقداماتو نسبت وركول ئې ناسم وبلل. 1050166



captcha