د ايران د قران خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس. حجت الاسلام والمسلمين كاظم صديقی د اسلامی نړۍ د ښځو د يوالی پر اړتيا په ټينګار سره زياته كړه تر سلو كلونو ډير وخت كیږی چې د اسلام دوښمانو له خپلو ټولو امكاناتو څخه په ګټې اخيستو له اسلامه د ښځو د پردی كولو لپاره هڅې په كار اچولې خو په دې بهير هم ناكام شوی دی .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب په لودیځ او لودیځه ټولنه كې ښځو ته كتنه له سپكاوی ډكه وبلله او زياته ېې كړه په دا ډول ټولنو كې ښځې ته د هر ډول ارزښت او كرامت له وركړې پرته د جنسی غريزو سړولو په موخه كتل كیږی چې دا په خپله د بشر حقوقو ښكاره تر پښو لاندې كول دی .
حجت الاسلام والمسلمين صديقی په اسلام او اسلامی ايران كې د ښځو لوړ مقام ته په اشارې سره په ډاګه كړه د ايران په اسلامی جمهوری نظام كې ښځې د خپل كرامت او عزت له ساتلو سره په څنګ كې پّه ټولو علمی ، ټولنيزو ، اقتصادی ، سياسی او كلتوری ډګرونو كې فعال رول لری .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب همداراز د اسلامی ايران په وړاندې د لودیځ نوی بنديزونه په تيروو۳۳ كلونو كې د ايران د ملت په وړاندې د لودیځ د فشارونو او دباوونو دوام وباله او زياته ېې كړه دا ډول فشارونه خپلو موخو ته په رسيدا كې د ايران ملت لا پياوړئ كوی او پر خپل هوډ ېې كلكوی .
حجت الاسلام والمسليمن صديقی په دې بيان سره چې د ايران ملت تل بنديزونه په فرصتونو بدل كړی زياته كړه پر ايران د لودیځ بنديزونه حتې د جګړې په پړاو كې تحميل شوی خو ايران ېې نه دئ تسليم كړئ او ايرانيان په ټولو ستوڼځو په غلبې سره په جګړه كې هم بريالی شوی او دوښمن ته ېې شرموونكې ماته وركړې.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب ټينګار وكړ په اسلامی ايران كې د پر هيواد د مينو او متخصصو ځوانانو شتون به د اسلامی نظام په وړاندې ټول بنديزونه ، ګواښونه او روانی جګړه بې اغيزې كړی او د ايران ملت به د تل په څير په ځواك او اقتدار سره پر ټولو سختيو غلبه ومومی .
1051749