IQNA

د يورپ د فتوې شورا د چنګاښ دېرشمه نېټه د روژې د مياشتې اغاز اعلان كړ

20:07 - July 14, 2012
د خبر لمبر: 2368219
نړيواله ډله: د پورپ د فتوې او تحقيق شورا د يوې بيانیې په صادرولو سره اعلان وكړ چې د چنګاښ د مياشتې دېرشمه نېټه د جمعې ورځ په يورپی هېوادونو كښې د روژې د مباركې مياشتې وړومبۍ ورځ ده.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د دغې شورا د Ajib نومې اطلاع رسونې د سایټ چې مركز یې په آئېرلېنډ كښې دے په نقل سره رپوټ وركړ چې دغې شورا د يوې بيانیې په جاری كولو سره اعلان وكړ چې د نجومی محاسباتو له مخې په يورپ د وړومبۍ روژه د چنګاښ د روانې مياشت دېرشمه نېټه ده.
د دغې بيانیې په دوام كې راغلی دی د مسلمانو علماو د نظرياتو مطابق د قمری مياشتو د شروع كېدو او ختمېدو د وخت د ټاكلو لپاره له نجومی محاسباتو څخه استفاده څخه شرعی مشكل نۀ لری او د يورپ د فتوې او تحقيق شورا هم په دغه اصل باندې په تكیې سره د روژې د مباركې مياشتې د شروع كېدو د ورځې د ټاكلو لپاره له نجومی محاسباتو څخه استفاده كوی.
همدارنګ د بلجيم اسلامی تنظيم هم اعلان وكړ چې وړومبۍ روژه به د چنګاښ د مياشتې په دېرشمه نېټه او په دا ډول اميد دے د يورپ مسلمانان به سږكال په يوه روځ روژه شروع كړی.
1052459
captcha