IQNA

د مسلمانو ښځو ټولنيز مسؤليتونه په چيچنيا كښې بيان شول

23:55 - July 15, 2012
د خبر لمبر: 2369262
سياسی او ټولنيزه ډله: د روژې په مباركه مياشت كښې د مسلمانو ميرمنو ټولنيز مسؤليتونه او دندې د ((ملاقات شپه)) په عنوان سره د چيچنيا جمهوريت په پلازمينه ګروزنی ښار كښې د بحث او څیړنې وړ وګرځيدل.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د اروپائی څانګې د رپورټ له مخې، دغه غونډه د دغه هيواد د بیړنيو شرايطو د وزارت، د څارنوالۍ د ارګانونو د ادارې، د ښاروالۍ او د ګروزنی د ولايت او د روغتونونو په شان د دغه هيواد د مختلفو وزارتخانو او ادارو د كاركونكو مسلمانو ميرمنو د اطلاعاتو او مطبوعاتو د ملی سياست د وزارت په همت ترسره شوه.
په دغه غونډه كښې د مومنه نومې د ښځو د اسلامی ښوونځی رئيس مدينه يوسف آوا او د دغه هيواد د ايمان په نامه د مسلمانو ميرمنو د كلب كارپوهې ميرمن بانو مرتضعلی يوا د ګډون كونكو لپاره د روژې د مياشتې د ځانګړتياو او فضيلت په هكله وينا وكړه او د خپلو ويناو په دوام كښې ئې د كورنۍ، بچيو او ټولنې په وړاندې په دغه مباركه مياشت كښې د ميرمنو لخوا په غاړه د مسؤليتونو او ذمه داريو د اخيستو او د وضايفو د ترسره كولو په ضرورت باندې ټينګار وكړ. 1053025


captcha