IQNA

په انډونيشيا كښې د اسلامی فلسفې ښوونځې پرانستل شو

23:54 - July 15, 2012
د خبر لمبر: 2369266
د علم او پوهې ډله: د ((صدرا)) په عنوان سره د اسلامی فلسفې مدرسه د انډونيشيا د پلازمينې جكارتا ښار په «سوكافيندو»(Sucofindo) نومې ودانۍ كښې پرانستله شوه.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د پرانستې دغه مراسم د انډونيشيا د دينی چارو د وزير د مرستيال نصرالدين عمر، د صدرا ښوونځی د مشر د مرستيال محمدزين، د دغه ښوونځی د يو مسئول عمرسحاب او د انډونيشيا د الميزان د اسلامی انتشاراتو د رئيس وحيدرباقر په شتون سره د يوه ډله مسلمانانو په ټول كښې ترسره شول.
په دغو مراسمو كښې عمرسحاب څرګنده كړه: د صدرا ښوونځی د جوړولو ضرورت له ډيرې مودې راهيسې احساسيدۀ ځكه چې په هيواد كښې د داشان مركزونو فعاليت ډير كم دے او حتی شايد دا مركز په جكارتا ښار كښې د اسلامی فلسفې وړومبۍ مدرسه وی.
دوی د اسلامی فلسفې په هكله څرګنده كړه: خلك د دغه علم په زده كولو سره كوې شی په حق او باطل كښې تميز او فرق وكړې شی او صحيح لاره غوره كړی. 1053216


captcha