د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د اسلامی بانكدارۍ پراخ هركلی ته په توجه سره په ٢٠١٣كال كښې به په عربی هيوادونو كښې د بانكدارۍ د دغه ډول بازار وده ١٥فيصدو ته ورسی. د اسلامی بانكدارۍ د برخې د حاضر حال وده په تيرو كلونو كښې له ټولو اټكلونو نه زياته شوې او ٢٥فيصدو ته رسيدلې ده.
د دغه رپورټ له مخې، هغه مالی بحرانونه چې د نړۍ په مختلفو هيوادونو په تيره بيا د امريكې په متحده ايالتونو او اروپا كښې وجود لری او د هغو اغيزې عربی هيوادونو ته هم رسيدلې دی، سبب شوی څو مشتريان اسلامی بانكدارۍ ته لازياته ګروهنه ولری او د ليبيا، مصر او تيونيس په شان د يوشمير عربی هيوادونو بانكی نظامونه د انقلاب د رامينځته كيدو نه پس له دوديز بانكداری نظام نه په اسلامی بانكداری نظام باندې بدل شوی دی. 1052643