د وسله والو ځواكونو د لوئې درستيزولۍ د روابطو د سترې ادارې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د وسله والو ځواكونو لوئې درستيز سيدحسن فيروزآبادی د مينځنی ختیځ په سيمه كښې د امريكې د جګړه غواړې خارجه وزيرې غونډې ته په پام سره د امريكې دولت ته په خطاب كښې څرګنده كړه: اوباما په خپل بهرنی سياست كښې بيا كتنې ته جدی اړتيا لری، په دې اساس د هغه د بهرنيو چارو وزيره ميرمن كلنټن پكار دی د خپل ریټايرمنټ د وخت په فكر كښې شی چې په نظر راځی له ډيرې مودې نه دغه وخت رارسيدلے دے.
دغه لوړرتبه پوځی چارواكی زياته كړه: نن سبا د ملګرو ملتو د استازی كوفی عنان طرحه د نړيوالې ټولنې د منلو وړ ده او په سوريه كښې په ترهګرانه چارو كښې د لاس وهونكو او ګاونډيو مسلمانو هيوادونو دنده او وظيفه دا ده چې د ترهګرو له حمايته لاس واخلی.
دوی په دوام كښې وئيل: د سورئې ولس وښودله چې د صهيونسټو نيواكګرو په وړاندې د مقاومت د جبهې د بقا او د خپل حاكميت حمايت كولو ته هوډ من دے. طبيعی ده چې سورئې ته د آرامښت ورستنيدل به د دغه هيواد د خلكو ګټې تامينې كړی او اسلامی هيوادونه او مسلمان ولس به يوشمير نويو فرصتونو ته لاس پيدا كړی.
د ملی امنيت د عالی شورا غړی په پائې كښې د ترهګرو حاميانو ته په خطاب كښې ټينګار وكړ: تركیې او اردن ته پكار دی چې د ترهګرو پرمخ خپل سرحدونه وتړی او له دې نه اوچته خبره دا ده چې خپل حيثيت د صهيونيسټی رژيم د غوښتنو په واك كښې ورنكړی. 1052021