IQNA

د عربو اتحاديه: اسرائيل يو سركښ حكومت دے

9:42 - July 16, 2012
د خبر لمبر: 2369511
نړيواله ډله: د عربو اتحإدیې د يوې بيانیې په صادرولو سره اعلان وكړ چې د اسراييل نيواكګر حكومت يو سركښ حكومت دی او هغه يوازې د خپلو غلطو مقصدونو پوره كولو پسې دے.
د ايران د قران خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس. چې له PALESTINE INFO یې نقلوی چې د عربو اتحاديی د اسراييل حكومت په غندلو سره ويلی دی چې مونږ په فلسطيينی سيمو لكه د اردن درياب د لويریځ څنګ ته د يهوديانو د كورونو جوړول غير قانونی ګڼو او هغه هیڅكله هم قانونی نشی كيدای.
په نيولې شويو سيمو او فلسطينی چارو كې د عربو اتحاديیې سكتر سلاكار ښاغلی محمد صبيح اسراييل حكومت يو سركښ حكومت وباله او دهغو دغه د يهوديانو د ابادولو اقدامات یې محكوم كړ.
هغه زياته كړه چې د فلسطين په نيولې شويو سيمو كې ديهوديانو ابادی سږ كال 16 سلنه زياته شوی ده هغه د اسراييل ظلمونو په مقابل كې د نړيوالې ټولنې چوپتيا هم وغندله.
1053107
captcha