د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د څانګې د رپوټ له مخې د دغه سيمينار د پرانېستې په دستورو كښې د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د تنظيم د زدكړې او څېړنې مرستيار د محمد رۍا دهشيری، په تائيلېنډ كښې د ايران د اسلامی جمهوريت سفير حسين كماليان او د كلتوری مركز مشر مصطفی نجاريان په خپلو وېناګانو كښې د قران شريف د مباركو ايتونو او مباركو روايتونو په استناد سره د حج په مراسمو كښې د اسلامی وحدت، يووالی او پېوستونو په محوريت باندې په تاكيد سره د حقيقی اتحاد د عملی كېدو لارې چارې، له اسلامی بېدارۍ سره د دغه پېوستون تعلق، او په عربی او اسلامی هېوادونو كښې د دغې پراخې بېدارۍ له غورځنګناكې څپې سره د اسلامی امت د ملګرتيا ضرورت بيان كړ.
په دوام كښې په تائيلېنډ كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د كلتوری مركز لخوا په تائی ژبه د درې عنوانه نويو خپارۀ شويو كتابونو مخكتنه وشوه چې ((فلسفه او د حج مناسك))، ((نهج البلاغه)) او ((له اسلامی فلسفې سره اشنائی)) نومېږی.
د تائيلېنډ د سنی او شيعه مسلمانو علماؤ په ګډون سره ګول مېز كانفرنس، د انصارالمهدی (ع) د تواشيح ډلې لخو د همخوانۍ د پروګرام اجرا او د يولړ فلمی كليپونو خپرول د دغه سيمينار له نورو پروګرامونو څخه وو.
د ويلو ده چې د دغه سيمينار په ترڅ كښې د خالی په ورځ د چنګاښ د مياشتې په ٢٤ نېټه وشو په فېلم، تصويرونو او پوسټرو باندې مشتمل ((حج او اسلامی بېداری)) په عنوان سره يو نندارتون او همدارنګ د كتابونو نندارتون هم جوړ شول.
1054309