د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د ختیځ او جنوب ختیځ د څانګې د رپوټ له مخې دارالفلاح جومات چې د ترټولو ښكلے او ترټولو صفاجومات نومې سيالۍ كښې ګډون كړے ؤ په يوزر او درې سوره اتۀ دېرش جوماتو ترمېنځ د ترټولو ښكلی او ترټولو صفا جومات په توګه مقام وګټلو.
د دغه ښار د جوماتونو د انجمن مشر مايیګوس ناصر پرون د چنګاښ د مياشتې په ٢٥ نېټه وويل: دارالفلاح جومات په دغه سيالۍ كښې وړومبے مقام حاصل كړ او د كورانجی سيمې ((الامين)) جومات دويم او د بونګاپايانګ سيمې ((المهاجرين)) جومات دريم مقام ترلاسه كړ.
هغۀ څرګنده كړه دا سيالی د روژې په مباركه مياشت كښې د نمونځګزارو لپاره د ارامبخښونكې او سالمې فضا د رامنځته كولو په لړ كښې ترسره شوه او هغه جومات ته چې یې وړومبے مقام ترلاسه كړ د جومات د كارونو لپاره يو موټر او دويم او دريم مقام ترلاسه كوونكو جوماتونو ته هم د انډونېشيا ١٥ ميليونه او ١٠ ميليونه روپۍ په انعام كښې وركړې شوې.
1054385