د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د Press TV ټيلی ويژنی چېنل په نقل سره رپوټ وركړ، دا په داسې حال كښې دی چې د رياض د رژيم په خلاف د مظاهرو لمن په تېرو ورځو كښې د سعودی نورو څو ښارونو ته هم غزېدلې ده.
مظاهره كوونكی د پوليسو لخوا له تشدد نه د ډكو ځپنو د غندلو په ترڅ كښې د لوړ رتبه شيعه دينی عالم شېخ النمر چې د چنګاښ د روانې مياشتې په ١٨ نېټه د پوليسو په يوه حمله زخمی او ونيول شو د ازادولو غوښتونكی دی.
سعودی پوليسو د همدې روانې مياشتې په ٢٣ نېټه هم په عواميه ښار كښې د يو لړ مظاهرو په دوران كښې چې د شېخ النمر په ملاتړ كښې د پوليسو د يوتاڼې په خوا كښې جوړې شوې وې يو اتلس كلن مظاهره كوونكے شهيد كړې شو.
په تېرو ورځو كښې هم په بريده ښار كښې لس احتجاج كوونكې ښځې ونيوې شوې.
د سعودی عرب احتجاجی خلق له تېرو تقريباً اوو كلونو راهسې په منظمه توګه په خاصه توګه د مشرقی صوبې په قطيف او عواميه ښارونو كښې په سعودی عرب كښې د سياسی قېديانو د خلاصولو، د بيان او اجتماعاتو د ازادۍ او په دغه هېودا كښې د امتيازی سلوكونو د ختمولو غوښتنه كوی.
له دې سره سره په سعودی عربستان كښې دغه مظاهرې اوس د آل سعود د رژيم د نسكورولو په غوښتنه باندې بدلې شوې دی. دغه غوښتنه د تېر كال له منی څخه د پينځو احتجاج كوونكی له وژل كېدو نه وروسته نوره هم زياته شوې ده.
د سعودی عرب د كورنيو چارو وزارت د تېر كال په وړومبيو ورځو كښې د يوې بيانیې په خپرولو سره په دغه هېواد كښې د هر ډول مظاهرې، لاريونونه او اجتماع ګانې ممنوع اعلان كړې.
له دې وروسته د سعودی پوليسو په قطيف كښې درې احتجاج كوونكی ووژل. د بشری حقوقو د څارونكی تنظيم د اعلان له مخې په دغه هېواد كښې په حكومت باندې تنقيد كوونكی په ډېرې سختۍ سره ځپل كیږی.
1054312