IQNA

د لندن د اولمپېك له لوبو سره په يو وخت د ((٢٠١٢روژه ماتی)) د طرحې اجرا

22:05 - July 16, 2012
د خبر لمبر: 2370229
نړيواله ډله: د برطانیې په پائېتخت لندن كښې د اولمپېك له لوبو سره په يو وخت د روژې د مباركې مياشتې د رارسېدو په مناسبت د ((٢٠١٢ روژه ماتې)) نومې طرحه هم اجرا كیږی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د al-manakh د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ. د برطانیې اسلامی مركزونو او جوماتونو اعلان وكړ چې د لندې د ٢٠١٢ كال د اولمپېك د لوبو په دوران كښې به د مسلمانو سېلانيو د خدمت كولو په مقصد د ٢٩١٢ روژه ماتې نومې طرحه اجرا شی.
د برطانیې دينی مركزونو په دې خبره پخلے كړے دے چې د روژه ماتی مېلمستيا به يوازې له مسلمانانو سره مخصوصه نۀ وی بلكې نور ښاريز هم كولې شی د ماښام له اذان نه پس په هغو مركزونو كښې چې به اعلانیږی موجودګی پېدا كړی او د قران شريف له بركت نه د ډكې مياشتې له دسترخوان څخه برخور شی.
د دغه رپوټ له مخې د برطانیې د هاكۍ د ټيم يو مسلمان لوبغاړی دارين د دغه پلان څخه په هركلی سره وويل د روژې له مباركې مياشتې سره په يووخت د اولمپېك د لوبو شروع كېدل كه څه هم د مسلمانو ګډون كوونكو او تماشه چيانو لپاره ځينې مشكلات له ځان سره لری خود هغوی لپاره يو ډول موقع هم ګڼل كیږی.
هغۀ زياته كړه سږ كال به غېر مسلمه ښاريز د اولمپېك د لوبو له تماشې نه علاوه د روژې مياشت او په روژه نيولو كښې د مسلمانانو آداب په نامه له نورو واقعاتو نه هم خبر شی.
1054363

captcha