IQNA

په لبنان كښې د صهيونزم د پيژندنې په برخه كښې دوه كتابونه چاپ شول

22:52 - July 16, 2012
د خبر لمبر: 2370249
سياسی او ټولنيزه ډله: د مجدی حماد تاليف ((اسرائيلی سوله)) او د فايزكرم ليكے ((صهيونزم په واكمنانو باندې، حكومت كوی)) نومې كتاب په دې وروستيو كښې په لبنان كښې چاپ او خپارۀ شول.
په لبنان كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د كلتوری مركز د رپورټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: ليكوال په ((اسرائيلی سوله)) نومی كتاب كښې د صهيونسټی رژيم سره د مقابلې د راتلونكی د موضوع د پخوانيو مجلداتو او په مخكښې پرتو بدلونونو او هم د سيمې د هيوادونو او د بين المللی اړيكو په شان موضوعګانې څیړی.
په دغه كتاب كښې د مجدی حماد اصلی فرضيه دا ده چې د فلسطينيانو د ځمكو د نيولو په جوړښتونو كښې پر صهيونسټی رژيم باندې خاصې ځانګړتياوې واكمنې دی چې په فلسطين كښې د نژاد پال دولت په جوړولو كښې د وړومبيو جوړښتونو په اساس ګرځيدلې دی.
په كتاب ((صهيونزم پر واكمنانو حكومت چلوی)) كښې چې د صهيونزم شناسۍ په څانګه كښې په دې وروستيو كښې د ((دارالفكر)) لخوا په لبنان كښې چاپ شوے دے، ليكوال د تيرې سليزې له پنځوسمې او شپيتمې لسيزې نه تر اتيايمې لسيزې كښې د ((اينډيه لاينز)) د تجربو د وړاندې كولو له لارې په لبنان كښې د فراماسيونری حركت د پيليدو او تاريخ په هكله بحث كوی.
د وئيلو ده چې انډيه لاينز د يوې بين المللی باشګاه نوم دے چې په كال ١٩١٧كښې په امريكا كښې جوړه شوې ده او د هيوادونو په چارو كښې د لاسوهنې او د بين المللی صهيونزم د موقعيت د پياوړتيا په موخه په ظاهره تعليمی، د بشری حقوقو، د ژواك چاپيريال او خيريه فعاليتونه لری 1054082
captcha