د ٢٠١١ له فرورۍ څخه تر اوسه د اسلامی بېدارۍ د چلند له دوام سره د دغه هېواد په ټولو سيمو كښې ولسی احتجاجونو په متواتره او شانداره توګه دوام ولرۀ او خلق له ډېرو لږو فرصتونو څخه په استفادې سره د خپلو روا حقوقو او مطالبو د پوره كولو لپاره كوششونه كوی. په ٢٠١١ كال كښې له ((بلدی)) (يعنې زما وطن) له كمپېن نه واخلې چې د اقليتونو او بشری حقوقو له مسئلې سره یې تعلق لرۀ په ٢٠١٢ كال كښې له جنسيتی تبعيض سره د مقابلې لپاره د ښځو د موټر چلونې د سېمبول ورځې تر اعلانه پورې ټول خلق په دې لټه كښې وو چې د آل سعود د رژيم د ظلم او فساد په وړاندې مقابله وكړی.
كه څه هم ولسی پاڅونونه له ٢٠١١ كال څخه شروع شوی ووړ خو هغه واقعه چې د هجری شمسی سږ كال د چنګاښ د مياشتې په اتلسمه نېټه د دغه هېواد په قطيف سيمه كښې رامنځته شوه د باچائی خاندان په خلاف د ولسی احتجاجونو او فريادونو د پراختيا په چلند كښې د عطف ټكے بللې شو. تقريباً دوه هفتې مخكښې د قطيف ښار يو ستر دينی عالم شېخ نمر باقر النمر په په ټول هېواد په تېره بيا په قطيف او الاحساء سيمو كښې د شيعه مسلمانانو په بد معيشتی حالت او د تفرقه اچوونكو تفكراتو د پراختيا لپاره په حكومتی پلان شويو اقداماتو باندې له احتجاج نه پس د سعودی عرب د پوليسو په لاس ونيوے شو او له نيولو نه مخكښې د هغۀ د وروستيو څرګندونو مطابق یې خلقو ته اعلان كړے ؤ چې زما نيول او يا وژل كېدل به د سعودی د خلقود بېدارۍ په چلند كښې د يو نوی حركت سبب وګرځی.
همدا اوس چې د آل سعود د پوليسو په لاس د دغه ستر مجاهد دينی عالم له نيولو څخه دوه هفتې پوره كیږی داسې ورځ نشته چې له سعودی عرب څخه د شېخ النمر په ملاتړ كښې د سړكونو د مظاهرو خبرونه خپارۀ نۀ شی او د سعوديانو په لاسو د دريو ځوانانو په شهادت سره د دغو احتجاجونو لمن به لا زياته پراخه شی او د عبدالعزيز د خاندان په ظلم او نابرابريو باندې په اعتراض كښې د يو ميليونی حركت كتونكی كېدې شو.
په اوس حال كښې له قطيف نه علاوه د مدينې منورې له سيمو څخه هم احتجاجونه شروع شوی دی او همدارنګ د بشری حقوقو د څارونكی تنظيم په شان چې یې څه موده مخكښې سعودی عرب د دنيا ترټولو لوے ډېكټېټر معرفی كړ د بشری حقوقو د نړيوالو ادارو د رپوټونو په خپرېدو سره به په سعودی عرب كښې د اسلامی بېدارۍ په لړ كښې د خوشحالوونكو انقلابی خبرونو منتظر اوسو.
په تېرو څو ورځو كښې په قطيف سيمه كښې پېښې او د دغه ښار د عدالت د ودانۍ په وړاندې بمی چاودنې له عدلیې او د قانون مسئلې ته د آل سعود د حكومت له تبعيض نه له ډك نظر سره د مقابلې لپارهديو سېمبول ګڼلې شو. د سعودی عرب څلور ميليونه شيعه نفوس كه څه هم د هېواد په ختیځو سيمو او د تيلو له كوهيانو سره نزدې ژوند كوی خو لا تراوسه له ډېرو كمو امكاناتو اود ژوند له بنيادی سهولياتو څخه بې برخې دی او بل طرف ته د تېلو د خرڅولو د ټول رقم پينځوس فيصده په ډاګه د ولی عهد لخوا په باچائی خاندان باندې په ویړيا توګه وېشل كیړی او باقی پاتې هم له امريكې څخه د وسلو په اخېستلو، په مېنځنی ختیځ او د افريقې په شمال كښې د القاعدې او الشباب په شان دهشتګردو ډلو په ملاتړ او د وهابيت په پرچار باندې خرچ كولې شی.
كه څه هم د شېخ نمر پېروكار د هغۀ په نيولو باندې سخت په قهر دی او شيعه علماو هم د هغۀ نيول سخت غندلی دی خو د دغه مجاهد عالم د فرموداتو مطابق شيعه به د خپلو مظاهرو په دوام اود مدنی او بشری حقوقود ادارو له لارې له احتجاج كوونكو سره په تعاون سره له آل سعود سره د مخالفت چلند لا ګړندې كړی چې په دا ډول په منیځنی ختیځ كښې د استبداد د كتاب دا اخيری پاڼه هم وشلوی او د اسلامی نړۍ په مستقبل كښې يو نوے باب پرانېستې شی.
اگرچه مريدان شيخ نمر از بازداشت ايشان خشمگين هستند و علمای شيعه اين امر را محكوم كردهاند، اما میتوان بنا به فرمايشات اين مجاهد شيعه در تداوم تظاهرات و همكاری با معترضان از طريق نهادهای مدنی و حقوق بشری به تسريع در روند مخالفتها با آل سعود همت گماشت تا آخرين برگهای كتاب استبداد در خاورميانه نيز ورق بخورد و فصلی نو در آينده جهان اسلام پديد آيد.
رضا عدالتیپور
1054227