IQNA

د اسلامی همكارۍ تنظيم د ميانمار د مسلمانانو ځپنه وغندله

20:34 - July 17, 2012
د خبر لمبر: 2370942
نړيواله ډله: د اسلامی تعاون تنظيم عمومی سېكتر اكمل الدين احسان اوغلو وړمه ورځ د چنګاښ د مياشتې په ٢٥ نېټه د يوې بيانیې په جاری كولو سره د ميانمار د مسلمانانو ځپنه او د هغوی په خلاف د بشری حقوقو خلاف ورزی وغندله.
د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د OICد اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، په دغه بيانيه كښې راغلی دی د ميانمار د مسلمانانو ځپنه او د هغوی د حقوقو خلاف ورزی چې تېره مياشت شروع شوې ده تر اوسه د ګڼ شمېر عامه مسلمانانو د وژل كېدو د هغوی كورونو او جوماتونو د سوزولو او په زرو سره د خپل وطن پرېښودو ته د مجبورولو سبب شوې ده.
د اسلامی همكارۍ د تنظيم عمومی سېكتر په دغه بيانيه كښې وويل: په تېرو دريو لسيزو كښې د ميانمار مسلمانان د ميانمار د پوليسو ځواكونو لخوا د قامی پاكسازۍ، قتل عام، تيری او په زرو مهاجرت ته د مجبورولو په شمول د بشری حقوقو د خلاف ورزۍ له ګڼ شمېر مواردو سره مخامخ دی.
هغۀ زياته كړه په ميانمار كښې د ډېموكرېسۍ ستنېدو په نړيواله ټولنه كښې اميدونه راژوندی كړل چې د مسلمانانو قتل عام به خاتمې ته ورسی او هغوی به له حقوقو او فرصتونو څخه يوشان ګټه پورته كړی خو د غبرګولی د مياشتې له ١٤ نېټې څخه د مسلمانانو په خلاف يو ځال بيا له تشدد نه ډك اقدامات شروع شول او د اسلامی همكارۍ د تنظيم سخته اندېښتنه یې راوپروله.
احسان اوغلو وويل: په ميانمار كښې د سولې د ټينګښت لپاره د نړيوالې ټولنې د كوششونو باوجود د ميانمار دمسلمانو ښاريز په حقله د دغه هېواد د ولسمشر ثين سين وروستيو له افسوس نه ډكو څرګندونو د اسلامی تعاون تنظيم ته سخته صدمه ورسوله.
هغۀ تاكيد وكړ د ميانمار حكومت د ملګرو ملتو او اېشيا د جنوب ختیځ هيوادونو د اتحادیې (آ.سه. آن) د يو غړی په توګه له خپلو ښاريزو سره د سلوك له طريقې سره د متعلقو موافقه ليكونو او اعلانيو په شمول د بشری حقوقو د نړيوالو معاهدو د خيال ساتلو پابند دے


1054521
captcha