د ايران د قران خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس. د ايران د خارجه وزارت ويندويی همدغه راز د دمشق د حكومت او مخالفانو تر مينځ د خبرو اترو د كوربه توب لپاره د تهران د چمتووالې په اړه وويل، د سوريی د مخالفانو او په دغه هيواد كښې د هغو كسانو غوښتنې چې ورپسې دی، بايد د بهرنيانو له لاسوهنې او د هغوئ د فورمولونو له تپلو پرته په مناسبو شرايطو كښې مطرح شی.
مهمان پرست د ايران او ۵+۱ ډلی د راتلونكو خبرو اترو په اړه وويل د مسكو د ناستې له مخې ټاكل شوی وه لومړی په استانبول كښې د فنی كارپيژاندو غونډه وشی او كله چې دغه ناسته مناسبې ډلبندۍ ته ورسیږی، نو د هغوئ مرستيالان به سياسی د مسلو په هكله خبرې اترې ولری.
د ايران د خارجه وزارت ويندويی په عربستان كښې د معترضانو د ځپلو په اړه هم وويل د كړكيچونو د آوارې لپاره سم او مدبرانه چلند اړين دی او د خلكو په ځپلو كښې هر ډول غلطه فيصله به د سيمې حالات لا ترينګلې كړی.
مهمان پرست وويل اسلامی ویښتيا نوی فضا برابره كړی ده او دغو هيوادونو ته د تهران سپارښتنه دا ده چې د ځپلو په ځای، د خلكو آوازونه او روا غوښتنې واوری ، ځكه هر ډول غيز سوله ايز اقدام حالات پيچلې كوی .
د ايران د خارجه وزارت ويندويی په ميانمار كښې د مسلمانانو د وژلې په اړه هم وويل ، د بيلا بيلو دينونو پيروانو حقوقو ته درناوی او د قومی او دينی لږكيو لپاره د ښاريزو له حقوقو د استفادې د زمينو برابرول، په درستو مكتبونو كښې يو منل شوی اصل دی او تمه كیږی د ميانمار حكومت په دغه هيواد كښې د مسلمانانو د حقوقو او ملی وحدت او يووالې لپاره لازم شرايط برابر كړی.
د ايران د خارجه وزارت ويندويی په فارس خليج كښې د امريكايی كشتۍ د شتون په اړه وويل د فارس خليج آمنيت د ايران لومړيتوب دی او په فارس خليج كښې د سيمې او ثبات د ټينګولو لپاره درستې توانمنۍ كارولی دی .
د ايران د بهرنيو چارو د وزير ځانګړې سلاكار په فارس خليج سيمه كښې په يوه ماكو د امريكايی كشتۍ د حملې په اړه وويل ، لكه څنګه مو چې څو ځله اعلان كړی دی ، د بهرنيو عسكرو شتون، آمنيت ګواښی او نښې یې هغه پیښې دې چې ترسره كیږی . مهمان پرست ټينګار وكړ د فارس خليج سيمه د درستو هيوادونو لپاره لوړ اهميت لری او هر ډول عملی اقدام يا سياست چې د سيمې آمنيت يا د انرژۍ د وړاندې كولو آمنيت په خطر كښې غورځوی ، د سيمې د هيوادونو ګټې ګواښلای شی.
1055058