دايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د OnIslam د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ،د فلوریډا صوبې د فورټ مائرز ښار د سولې داسلامی مركز اجرائی مدير امام محمد الدرسانی وړمه ورځ د چنګاښ په ٢٥ نېټه وويل: سام خاروبا د اسالمی په هكله معلومات نه لری او د اسلام او مسلمانانو په نسبت سخت نفرت لری او دې موضوع ته په پام سره چې هغه د مېنځنی ختیځ د مطالعاتو متعلق هیڅ پوهنتونی يا ورته مدرك نۀ لری د تدريس صلاحيت نه لری.
سام خاروبا ((د اسلامی دهشتګردۍ په پوهه كښې د قانون د اجرا لارښود/ د اسلام دين په اسلامی دهشتګردۍ كښې د پردې شاته عامل)) ترعنوان لاندې كتاب سره په كلاسونو كښې او په مختلفو دورو كښې چې د حكومت لخوا جوړیږی تدريس كوی او د ويلو ده چې دغه ټول مطالب هغۀ خپله راغونډ كړی دی.
هغه موسسه چې خاروبا یې د امتياز خاوند دے يو لړ دورې هم ((د دينی اصولو زدكړه)) ترعنوان لاندې د پوليس ځواكونو او ډائرېكټرانو لپاره جوړوی چې اصلی هدف یې اسلام د يو تشدد پسند او د جنګ او جګړو د يو مدافع دين په توګه معرفی كول دی.
د ويلو ده چې تېره هفته د امريكې د اسلامی روابطو د شورا مسئولينو ، د دېرشو جوماتونو او اسلامی مركز نمائندګانو له مسئولو چارواكو څخه وغوښتل چې د دغو كلاسونو د جوړولو مخه دې ونيسی.
1054570