IQNA

په قطر كښې د ايرانی خطاط د قرآنی آثارو نندارتون

23:29 - July 17, 2012
د خبر لمبر: 2371273
د قرآنی فعاليتونو ډله: د خطاطۍ په څانګه كښې د ايرانی هنرمند قرآنی آثار په اماراتو كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د كلتوری سلاكار او سفير په شتون سره د راروانې پنجشنبې په ورځ د دوحې د كلتوری ښارګوټی په هنری نندارتون كښې نندارې ته ایښودل كیږی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: په دغه نندارتون كښې چې د قطر د هنر او فرهنګ د وزارت په همكارۍ سره جوړیږی، د نورو هنری آثارو ترڅنګ به د ايرانی هنرمند شاهرخ فريوسفی يو شمير آثار نندارې ته وړاندې شی.
د قرآنی خطونو په نندارتون كښې چې يوه اونۍ به جاری وی، د قرآن كريم د آيتونو د خطاطۍ ٣٠ښكلی آثار د خلكو او مينه والو نندارې ته كیښودل شی.
د وئيلو ده چې دغه ننداتون د روژې د مباركې مياشتې په درشل كښې د دوحې د كتارا نومی كلتوری ښارګوټی د فرهنګی او هنری ننداتون سره په يوخت ترسره كیږی. 1055056
captcha