د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د دغو بستو ويشل چې پكښې قرآن، د روژې د مياشتې دعاګانې، سافټ وئيرونه او د كورنيو ځانګړې تعليمی ټولګې پكښې شاملې دی، په اسپانيا كښې د روژې په مباركه مياشت كښې د ايران د كلتوری مركز له ځانګړو برنامو څخه دی.
دغه نمايندګی په يو بل اقدام كښې د دغې له بركت نه ډكې مياشتې د راختو د نمانځنې په موخه اسلامی ارګانونو او مركزونو، مسلمانو شخصيتونو او په دغه هيواد كښې استوګنو ايرانيانو ته د مباركۍ د پيغام لیږلو اقدام كړے دے.
د دغه رپورټ له مخې: په میډریډ، مالاګا او ميوركا ښارونو كښې د هسپانوی ژبې د مبلغ شيخ سهيل په ويناؤ سره د روژې د مباركې مياشتې په شپو كښې د روژه ماتی د خاصو مراسمو ترسره كول، په دغه مباركه مياشت كښې په سپين كښې د ايران د كلتوری مركز د فعالتونو په وړومبيتوب كښې دی.
له دې نه علاوه د قدس د نړيوالې ورځې سره د روژې د وروستۍ جمعې برابريدو ته په پام سره د دغې نمايندګۍ لخوا په دې موضوع سره يولړ كانفرنسونه او غونډې هم اټكل شوې دی. 1055139