د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د الجزيره اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ. د شام د دفاع وزير داؤد راجحه او څو تنه نور چارواکي د دغه هېواد د ملی امنيت په ودانۍ كښې په يوه دهشتګردانه چاودنه كښې ووژل شول.
دغه دهشتګردانه اقدام په داسې حال كښې ترسره شو چې د شام ځينې وزيران او امنيتی قوماندانان او نور چارواكی په نوموړې ودانۍ كښې د يوې غونډې كولو په حال كښې وو.
كه څه هم په دغه دهشتګردانه حمله كښې د وژل شويو او زخمی شويو كسانو دقيق رپوټ لا نه دے ترلاسه شوې خو د ځينو رارسېدليو خبرونو له مخې د فوځ د لوې درستيز مرستيال عماد آصف شوكت او د ولمسشر د دفتر د بحران د برخې مشر عماد حسن تركمانی هم په وژل شويو كسانو كښې شامل دی او همدارنګ د کورنيو چارو وزير او د وزيراعظم د مرستيال په شمول يو شمېر نور مسئولين ژوبل شوی دی.
په اوس حال كښې د شام امنيتی ځواكونو د چاودنې ځاے په خپل كنټرول كښې اخېستې دے.
1056787