IQNA

د لندن د ٢٠١٢ كال د رمضان فېسټيوال نن شروع شو

22:50 - July 18, 2012
د خبر لمبر: 2372203
نړيواله ډله: د روژې د مباركې مياشتې په درشل كښې په ټوله نړۍ كښې د اسلامی مركزونو له فعاليتونو سره په يو وخت د لندن د اسلامی مركز په اهتمام سره د لندن د ٢٠١٢ كال د رمضان فېسټيوال له نن د چنګاښ مياشتې له ٢٨نېټې څخه شروع شو.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د On Islam د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د دغه فېسټيوال په اطلاعيه كښې راغلی دی: د روژې مباركه مياشت يو داسې موقع ده چې د مختلفو دينونو پېروكار راغونډ كړو او د اسلام د مبين دين رازښتونه غېرمسلمو ته بيان كړو.
دغه فېسټيوال د ټولو الهی دينونو د احترام او له دينی، كلتوری او مليتی تبعيضونو سره د مبارزې د ثقافت د پراختيا په هدف سره جوړیږی.
د ويلو ده چې د لندن د ٢٠١٢ كال د رمضان فېسټيوال ((په ٢٠١٢ كال كښې د پېوستون په لړ كښې د نفرت ختمونې)) د پلان يوه برخه ده چې د لندن د اجتماعی تنظيمونو لخوا د دينونو او قوميتونو ترمېنځ د متقابل احترام د ثقافت د پراختيا په خاطر اجر كیږی.
1056383
captcha