د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د CPI د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ د حماس غورځنګ يوچارواكی اسماعيل رضوان د مسجدالاقصی په باره كښې د صهيونېسټ رژيم لوے څارنوال څركندونو ته په اشارې سره وويل: په دې اړه چې مسجدالاقصی د اسرائيلو برخه ده د صهيونېسټ رژيم د حقوقی سلاكار او د دغه رژيم ستر څارنوال يهودا وېنشټاين څرګندونې د مسلمانانو د وړومبۍ قبلې په خلاف د دغه رژيم له تېرګرو مقاصدو څخه او د قدس شريف متعلق د حقائقو د اپوټه ښودلو، د دغه ښار د تاريخ دتحريف كولو او د عربی او اسلامی اثارو د ختمولو لپاره د يو سازش او دسيسې ښودنه كوی.
هغۀ زياته كړه: مونږ صهيونېسټ رژيم ته د مسلمانانو او عربو د احساساتو د تحريكولو په باره كښې خبردارې وركوو او فلسطينی ملت او د مقاومت ځواكونو ته بلنه وركوو چې له خپلو مقدساتو څخه دې دفاع ته راودانګی. او مونږ همدارنګ له عربو او اسلامی هېوادونو څخه غواړو چې د دغو سپېرو دسيسو په وړاندې دې په خپلو دندو باندې عمل وكړی.
1056612