IQNA

سيد حسن نصرالله نن شپه د مقاومت د كاميابۍ دكليزې په مناسبت وېنا كوی

22:51 - July 18, 2012
د خبر لمبر: 2372209
نړيواله ډله: د لبنان د حزب الله عمومی منشی نن د چنګاښ د مياشتې په ٢٨ نېټه د شپې د لبنان په خلاف د اسرائيلو په ٣٣ ورځنی جنګ كښې د مقاومت د كاميابۍ د شپږمې كليزې په مناسببت وېنا كوی.
د ايران قرانی خبرې اېجنسۍ (اېكنا) د لبنان چاپ ((الديار)) ورځپاڼې په نقل سره وليكل د لبنان د حزب الله عمومی سېكتر سيد حسن نصرالله په يو ستر ولسی فېسټيوال كښې چې نن مازیګر په ٢٠٠٦ ميلادی كال كښې د تموز په ٣٣ ورځنی جنګ كښې د مقاومت د كاميابۍ د شپږمې كليزې په مناسبت سره په بېروت كښې شروع شو وېنا كوی.
دغه جشن نن د ځای وخت مطابق ٢٠:٣٠ بجې د بېروت د جنوبی ضاحيه په الرايه د لوبو په مېدان كښې شروع شو د حزب الله د عمومی سېكتر وېنا به د وېډيو كانفرنس په شكل خپریږی.
1056098
captcha