د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د Yabiladi د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ. د فرانس مسلمانو چارواكو وويل چې د سټراسبورګ جامع جومات د دغه ښار د يوازينی رسمی جومات په توګه د روژې د مياشتې په وړومبۍ ورځ په موقتی توګه پرانېستل كیږی او د وړوكی اختر د نمانځۀ له ادا كېدو نه پس به يو ځل بيا د د دوو مياشتو لپاره وتړلې شی چې د ابادونې او رغونې كار یې ختم شی.
په حقيقت كښې دا په متواتره دويم كال دے چې سټراسبورګ جامع جومات يوازې د يوې مياشتې لپاره د روژې په مياشت كښې په موقتی توګه پرانېستل كیږی او د دې مياشتې له ختمېدو نه پس د رغنې دكار لپاره چې دولس كالو نه جاری دے بيا تړل كیږی.
د دغه نوی جومات د جوړولو اجازتنامه په ١٩٩٩ كال كښې د سټراسبورګ د سوشلسټې ښاروالۍ لخوا جاری شوې وه خو له هغې وروسته د فرانس يو ښی لاسی سياسی ګوند په توګه د ولسی غورځنګ د اتحادیې لخوا چې په ٢٠٠١كال كښې اقتدار ته ورسېده د دغه جومات جوړول ترپوښتنې لاندې راغلل. د دغه جومات د جوړولو لپاره كوشش په ٢٠٠٨كال كښې دوباره شروع شو.
مسلمان هيله لری چې د سټراسبورګ ښار د مسلمانې ټولنې د نفوسو چې تقريباً پنځوس زره او د دغه ښار د ټولو نفوسو لس فيصده دی په دغه جومات كښې ځاے شی.
1055080