IQNA

د ميانمار د مسلمانانو د قتل عام په وړاندې د لويدیځ غرضی خاموشی

23:56 - July 19, 2012
د خبر لمبر: 2372609
نړيواله ډله: يو سياسی شناندے وائی، لويدیځ د ميانمار په ګټور بازار كښې د خپلو اقتصادی ګټو د ساتلو لپاره د روهينګيا د مسلمانانو په مشكلاتو باندې سترګې پټې كړی دی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د «Press TV» خبری چېنل په نقل سره رپوټ وركړ، ښاغلی رمزی بارود په يوه مقاله كښې چې د تېر ګل په ورځ له پرېس ټی وی څخه خپره شوه، وويل: د ميانمار روهينګيا په اوس حال كښې د خپل تاريخ يوه د ترټولو له تشدد نه ډكه برخه تېروی او د تاريخ د دغې برخې رنځ او درد په ټوله دنيا كښې يوه ترټولو مهمه مسئله ګڼل كیږی.
دغه شناندی زياته كړه د غبرګولی د مياشتې په ١٤ نېټه د ميانمار د بنګلادېش له پولو سره نزدې په راخين صوبه كښې راخين نژاده بدمعاشانو چې ټولو له بدهـ مت سره تعلق ساتلو په يو بس باندې په حملې سره په لسګونو مسلمانان ووژل.چې له دغې واقعې نه پس په ميانمار كښې د مسلمانانو قتل عام پېل شو.
بارود په رسنيو باندې په دې اړه د هغو د بې تفاوتۍ په خاطر د نيوكې په ترڅ كښې يادونه وكړه د رسنيو دا خاموشی په داسې وخت كښې رامنځته كیږی چې په راخين صوبه كښې يوه اقليتی ډله خلق د دغې صوبې د اكثريتی خلقو له لاسه چې له بدهـ مت سره تعلق لری او د حكومت مكمل ملاتړ ورته حاصل دے له حتمی مرګ څخه د تېښتې كوشش كوی.
هغه همدارنګ په ميانمار كښې د ډېموكرېسۍ په حاميانو ډلو په تېره بيا د ملی اتحادیې په ګوند (آنګ سان سوچی) باندې په دې اړه د بې تفاوتۍ په وجه سخته نيوكه وكړه.
بارود وائی په برمه ای د مسلمان اقليبت په خلقو باندې دا حملې په داسې وخت كښې كیږی چې امريكې او برطانیې د ميانمار د فوځی واكمانانو په خلاف له ډېموكرېسۍ څخه د ملاتړ لپاره خپلې مبارزې پرېښودې دی. او د روهينګيا د مسلمانانو د قتل عام په باره كښې د لويدیځ خاموشی په داسې حال كښې ده چې لويدیځ شركتونه د ميانمار په اقتصادياتو باندې د تقريباً انحصاری نفوذ د شنډولو لپاره دغه هېواد ته داخل شوی دی.
دغه شناندی په دوا كښې وويل: د باراك اوباما لخوا په ميانمار كښې د امريكايانو د پانګونې د ممنوعيت له لغو كولو او همدارنګ د چنګاښ د مياشتې په ٢١ نېټه په يانګون كښې د برطانیې د سوداګرۍ د يو دفتر له خلاصولو وروته د ميانمار لپاره د لويدیځو كمپنيو سيالی شروع شوه.
د ميانمار ولسمشر تين سين تاكيد كوی چې د روهينګيا مسلمانان دې پكار له دغه هېواد څخه وځی او د ملګرو ملتو د مهاجرينو كېمپونو ته دې ولېږلې شی.
د ميانمار اوسنے حكومت چې د فوځی شخصيتونو تركنټرول لاندې او د بشری حقوقو د خلاف ورزۍ په پراخو مواردو باندې تورن دے دې ته حاضر نۀ دے د روهينګيا دمسلمانان چې تقريباً يو مليون تنه دی په رسميت وپېژنی. ملګری ملتونه دغه ډله خلق په نړۍ يوه انسانی ډله ګڼی چې زيات ازار او اذيت زغمی.
ميانمار ادعا كوی چې د روهينګيا مسلمانان د دغه هېواد ځای خلق نۀ دی او هغوی د غېر قانونی مهاجرينو په قطار كښې راولی.دا په داسې حال كښې د ی چې د روهينګيا مسلمانان له څو نسلونو راهسې په ميانمار كښې ژوند كوی.
1056295
captcha