د المنار خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: : د لبنان د حزب الله عمومی منشی بیګا شپه په يولړ ويناؤ كښې څرګنده كړه: اسرائيل د ٣٣ورځنی جنګ په كليزه كښې همهغه شان په دغه جنګ كښې له خپلې ماتې نه په رامينځته شوی شاك كښې دے.
سيدحسن نصرالله په دې بيان سره چې صهيونسټان همهغه شان په جبه كښې ښخ دی او نه ئې دی كړې شوی چې ځان خلاص كړی، څرګنده كړه: په ٣٣ورځنی جنګ كښې صهيونسټانو هيله درلوده چې په ډير لږ وخت كښې به مقاومت له مينځه يوسی خو مقاومت د اسرائيلو ناجايز رژيم ته داسې دروند او بوږنونكے ګوذار وركړ چې د صهيونسټی مشرانو به هیڅكه هير نشی.
سيدحسن نصرالله ټينګار وكړ: مقاومت زياتې پوځی او امنيتی توانمنۍ لری او صهيونسټی رژيم به هیڅكله ونه توانیږی مقاومت د لانجې سره مخ كړی ځكه چې د صهيونسټانو لخوا هرډول تيرے به د مقاومت د جنګياليو د غاښ ماتونكی ځواب سره مخ شی.
د لبنان د حزب الله عمومی منشی د خپلو ويناو په دوام كښې د ايران پرخلاف د امريكې بنديزونو ته په اشارې سره ټينګار وكړ چې امريكې او لويدیځ چې د ايران پرخلاف هرڅه كوې شول، وئې كړل خو ايران نن سبا له ديرشو كاله مخكښې نه سل برابره زيات پياوړے دے او قدرت بيا لازيات شی. 1057102