IQNA

امريكا له ایټمی ايرانه زياته، له اسلامی ايران نه ويریږی

23:55 - July 19, 2012
د خبر لمبر: 2372700
سياسی ډله: د ايران د وسله والو ځواكونو د لوئې درستيز مرستيال ووئيل: امريكا د ايران له ایټمی كيدو نه ويره نلری بلكې د استكبار ټوله ويره د اسلام له مبين دينه او د ايران له ولس څخه ده.
د وسله والو ځواكونو د لوئې درستيزولۍ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: جنرال پاسدار محمدجعفراسدی نن سهار د ولفجر٢نومې عملياتو د كليزې په مراسمو كښې څرګنده كړه: د جنګ په دوران كښې په اسلامی ايران باندې د شرق او غرب بشپړه سيطره له هيچا نه پټه نه ده.
دوی زياته كړه: د مقدسې دفاع په دوران كښې زمونږ د برياليتوبونو او كاميابيو اوج د خرمشهر له فتح كيدو نه وروسته پيل شو او په دغه مقابله كښې سره لدې چې ټول امكانات او وسايل د عراق په لاس كښې وو، د اسلام جنګياليو په ٢٤ساعتونو كښې دننه خرمشهر آزاد كړ.
د سپاه د ځمكنی ځواك پخوانی قومندان د مقدسې دفاع په دوران كښې ثمر ته د اسلام د جنګياليو د كاميابيو په رسولو كښې د انقلاب د ستر مشر رول ته په اشارې سره ووئيل: امام خمينی(رح) د خپل غرنيكۀ يعنې د اسلام د ګران قدره پيغمبر حضرت محمدمصطفی(ص) لارې ته دوام وركونكے وو او د دغه ستر انسان او د اهل بيت(ع) د مكتب د شاګرد په بركت سره د ټولو سختيو په خپلو دښمنانو باندې برلاسې شو. 1056793
captcha