IQNA

نن په اكثرو اسلامی هېوادونو كښې وړومبۍ روژه وه

22:01 - July 20, 2012
د خبر لمبر: 2373060
نړيواله ډله: د سعودی، عرب، اماراتو، قطر، كويت، يمن، اردن، مصر، بحرېن، قلسطين، تيونس، الجزائر په شان اسلامی او عربی هېوادونو كښې او په لبنان او عراق هېوادونو كښې د سنی وروڼو وړومبۍ روژه وه
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د الجزيره اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، سعودی، عرب، اماراتو، قطر، كويت، يمن، اردن، مصر، بحرېن، قلسطين، تيونس، الجزائر او د لبنان او عراق سنی وروڼو اعلان كړے ؤ چې د مياشتې مسئولو كمېټيو بېګا د روژې د مباركې مياشتې د ليدو خبر وركړے ؤ نو له دې امله نن د جمعې په ورځ په دغو هېوادونو كښې وړومبۍ روژه اعلان شوه.
دا په داسې حال كښې دی چې عمان، شام، د لبنان اسلامی عالی شورا او د ايران اسلامی جمهوريت د جمعې ورځ د شعبان د مياشتې اخېری ورځ ګڼلې او د خالی په ورځ یې د روژې دمباركې مياشتې وړومبنۍ ورځ اعلان كړې ده.
همدارنګ په پاکستان کښې هم هلال کمېټۍ د مياشت دليدو او سبا د خالي په ورځ د وړومبۍ روژې اعلان کړې دے
د عراق او لبنان په شان ځينو هېوادونوكښې د دوو مذهبی مرجعيتونو په دليل چې يو له شيعه مسلمانانو سره متعلق او بل له سنی مسلمانانو سره متعلق دے د روژې د مباركې مياشت وړومبنۍ ورځ تل له اختلاف سره مخامخ كیږی.
په عراق كښې د شيعه مسلمانانو له مرجع آيت الله العظمی سيد علی سيستانی سره متعلق د اطلاع رسونې سایټ سبا د چنګاښ د مياشتې ٣١ نېټه په عراق كښې وړومبنۍ روژه اعلان كړه
1057621
captcha