د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د MuslimVillage د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د لندن له ترټولو لوے جومات سرپرست او د لندن د اولمپېك د كمېټۍ غړی محمد عبدالباری په دې حقله وويل: د اولمپېك جوړوونكی په دې كوشش كښې دی چې د حلال دسترخوان په برابرولو سره د مسلمانو لوبغاړو لپاره د روژه ماتی د دسترخوان بندوبست وكړی.
په سياليو كښې زياتره مسلمان ګډون كوونكی په د لندن د ګرمې هوا باوجود په ورځ كښې ١٧ ګېنټې روژه ولری.
د يادونې ده چې سياليو مسئولانو د روژې د مباركې مياشتې په دوران كښې د حلال خوراك د برابرولو او د مذهبی مراسمو د جوړولو په خاطر د دينی عالمانو د رابللو په شمول د لوبغاړو د خدمت لپاره يو لړ امكانات په نظر كښې لرلی دی.
1057546